CRI Online

شي جين پينګ د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايوف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 18:26:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايوف سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې ازبکستان د چين مهم ستراتيژيک ملګری دی، چين هيله لري چې له ازبکستان سره د ګډ پرمختګ او سمسورتيا او د منځنۍ اسيا د سولې او ثبات لپاره ګډ کوښښونه وکړي. ازبکستان پخوا د ورېښمو د لرغونې لارې مهم تمځای و او اوس د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ مهم ګډون کوونکی او جوړوونکی دی. دواړه خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې د پېشنهاد او د ازبکستان د پرمختيايي پلان ترمنځ د پيوستون له لارې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورت او انرژۍ په برخو کې همکارۍ پراخې کړي او د کلتور، سيمه ييزو چارو او امنيت په برخه کې تګ راتګ پياوړی کړي.

شوکت ميرضيايوف وويل، چې ازبکستان له يو کمربند او يوې لارې څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د سوداګرۍ،پانګونې، ترانسپورت او امنيت په برخو کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي. ازبکستان له ترهګرۍ، بيلتون غوښتنې او افراطيت سره د مبارزې ټينګ ملاتړ کوي او هيله لري چې د سيمه ييزو چارو په اړه له چين سره تبادلې پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای