CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د دوهم لوړ پوړي فورم په اړه د فکري سازمانونو ترمنځ د تګ راتګ فرعي فورم په بېجينګ کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 19:54:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د دوهم لوړ پوړي فورم په اړه د فکري سازمانونو ترمنځ د تګ راتګ فرعي فورم د اپريل په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې مرکزي کمېټې د تبليغاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ د نوموړي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

هوانګ کون مينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د چيني او بهرنيو فکري سازمانونو ترمنځ د همکارۍ مثبت رول ته په درنه سترګه ګوري او د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو فکري سازمانونو د همکارۍ کمېټې د جوړېدو په مناسبت يې د مبارکۍ پيغام په ليږلو سره هيله ښودلې چې فکري سازمانونه بايد خپلمنځي تګ راتګ او متقابل باور پياوړی کړي او يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره دې خدمتونه وکړي.

هوانګ کون مينګ پر دې ټينګار وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي د چين لخوا وړاندې شوې او له نړۍ سره تړاو لرونکي چارې دي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د نظرونو راغونډېدو ته اړتيا لري.

د څه باندې ۶۰ هېوادونو او سيمو د فکري سازمانونو او خبري رسنيو تر ۳۰۰ تنو زياتو استازو په دغه فرعي فورم کې ګډون کړی و.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای