CRI Online

جاويد کوټوال: د يو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې د چين او افغانستان تر منځ همکارۍ دې پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 20:31:46

د چين د چارو په هکله افغان کارپوه جاويد کوټوال په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې هېله څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ دوهم لوړ پوړی فورم زياتې لاسته راوړنې ولري او چين او افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

کوټوال صاحب وويل، زما په فکر د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د اوسنۍ نړۍ د هېوادونو او سازمانونو د دومره لوی شمېر ګډون علت دا دی، چې هېوادونه د خپلو مفاداتو او اوږد مهالو ګټو لپاره او سازمانونه په دې خاطر چې په نړيواله کچه يې فعاليتونه خپاره دي او د نړۍ په نورو جوړښتونو کې موجود دي، دلته هم غواړي د يو کمربند او يوې لار په پلان کې حضور ولري. نو د هېوادونو شتون په يو کمربند او يوې لارې کې د خپلو اوږ مهالو اقتصادي او سياسي ګټو او د سازمونونو موجوديت د خپلو فعاليتونو او د ځان خبرولو ساتلو په خاطر دي.

د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د چين او افغانستان تر منځ د همکارۍ د يادونې په وخت کې کوټوال وويل، يو چينايي متل شته چې وايي، که غواړئ شتمن شئ، نو لارې ورغوئ. د افغانستان مهم او ستراتيژيک موقعيت ته په کتو، دغه هېواد بايد د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې مهم ځای ولري. د سوداګرۍ او ترانزيت لپاره افغانستان په منځنۍ اسيا کې د يوه پل حيثيت لري او پکار هم دا ده چې د ټولو اقتصادي فعاليتونو د غوړېدو لپاره ياد هېواد له پامه ونه غورځول شي او په همدې موخه هم له افغانستان سره د امن او ثبات په برخه کې مرسته وشي. په دغه پلان کې د افغانستان موجوديت د دې زمينه مساعدوي چې سوداګري پراخه شي، اقتصاد وغوړيږي او افغانستان د نړۍ نورو بازارونو ته لاره پيدا کړي. چين هم ورته ګټه کوي او پکار ده چې چينايي کارپوهان په دې اړه لا غور او فکر وکړي.

د همکاريو په اساس د افغانستان او چين اړيکې لکه څنګه چې دوو ګاونډيو هېوادونو ته پکار دي، متاسفانه چې په هغه کچه نه دي، عوامل يې ښايي بېلا بېل وي، خو بيا هم په دې وروستيو کلونو کې دا همکارۍ ډېرې شوی دي او بايد ورته خوشبينه واوسو. د چين په پوهنتونونو کې د افغان محصلينو شمېر کال په کال زياتيږي او دا ډېر د خوښۍ خبر دی. د دواړو هېوادونو سوداګري هم روانه ده، فرهنګي فعاليتونه يې هم ښه روان دي، دا ټول هغه څه دي چې هيلې راټوکوي او پکار ده چې دا چارې نورې هم پراخه شي.

جاويد کوټوال صاحب د چين د دونګ نان په پوهنتون کې د منيجيمنټ ساينس او پروژو په مسلکي ساحه کې د دوکتورا په کچه زده کړې وکړی. هغه د چين لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې پيشنهاد ته ډېره پاملرنه کوي او مخکې يې د افغانستان په مسير ورځپاڼې کې په دې هکله څو ليکنې هم خپرې کړې دي، مثلا (شپږ اقتصادي دهلېزونه، له شپېتو زيات هېوادونه)

(د يو کمربند ، يوې لارې پروژې پر وړاندې پرتې ننګونې)(ايا د يو کمربند او يوې لارې پروژې قراردادونه به يوازې چينايي کمپنيو ته ورکول کېږي؟)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای