د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين د اپريل په ۲۵مه نېټه د روسيې په ولاديووستوک ښار کې د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره وکتل. پوټين له نوموړي سره تر کتنې وروسته وويل، روسيه به د کوريا ټاپووزمې د خړپړتيا د له منځه وړلو لپاره خپلو کوښښونو ته دوام وکړي.
په همدې ورځ دواړو مشرانو د دغه ښار د ليرې ختيځ په فدرالي پوهنتون کې مخامخ کتنه وکړه. د دغې کتنې وخت دوو ساعتونو ته وغځېد چې د پلان له مخې د دغې کتنې وخت ۵۰ دقيقې وو. له دې نه وروسته د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ يوه پراخه غونډه تر سره شوه.
پوټين وويل، چې دواړو خواوو د دغې ټاپووزمې د راتلونکي خونديتوب پر ساتلو بحث وکړ.
کيم جونګ اون وويل، چې دواړو خواوو د ګډو علاقو وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. هغه هيله وښودله چې له پوټين سره مؤثرو او رغنده خبرو ته دوام ورکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |