CRI Online

شي جين پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-26 09:49:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې مصر د افريقايي هېوادونو د ټولنې نوبتي رئيسه هېواد دی.د دې هېواد ولسمشر ښاغلی السيسي د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ په دوهم سرمشريز فورم کې ګډون کوي چې ورڅخه نه يوازې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په چارو کې د مصر رښتينې هيله بلکې د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو او د ګډ پرمختګ موندلو لپاره د افريقايي هېوادونو ګډ اواز څرګنديږي. چين له مصر سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. دواړه خواوې بايد په سياسي چارو کې متقابل باور لا ټينګ کړي او د کليدي ګټو او د پاملرنې وړ سترو مسئلو په هکله بايد يو له بل څخه ملاتړ وکړي.

السيسي د خپلو خبرو پيل کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت رئيس شي جين پينګ ته مبارکي وويله. نوموړي وويل چې مصر تر نورو عربي هېوادونو مخکې له نوي چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې وې. اوس مصر غواړي چې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې له چين څخه بريالی تجربې زده کړي او خپل پرمختيايي پلان د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز سره يو ځای کړي او په ډېرو برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. مصر د منځني ختيځ مسئلې په هکله د چين عادلانه رويه وستايله او هيله يې وښودله چې چين په دې برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای