CRI Online

نن په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د دوهم لوړ پوړي فورم پرانيستونکي مراسم تر سره کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-26 10:27:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د دوهم لوړ پوړي فورم پرانيستونکي مراسم نن د جمعې په ورځ يعنې د اپريل په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره کېږي او د چين دولت رئيس شي جين پينګ په کې يوه وينا کوي.

د يو کمربند او يوې لارې پيشنهاد د نړيوالو اقتصادي همکاريو په باره کې د شي جين پينګ لخوا وړاندی شوی دی. له شپږو کلونو راهيسې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د اړوندو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت له ۶۰۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات شوی، د پانګونو اندازه يې له ۸۰ مليارډو امريکايې ډالرو څخه اوښتې او په اړوندو هېوادونو کې د همکاريزو پروژو له امله دغو هېوادونو ته نږدې ۳لکه کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د دغه دري ورځني فورم مضمون د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي او د ښکلي راتلونکي پرانيستل دي چې د ۳۷ هېوادونو مشران، دولتي مشران، د م م سرمنشي او د پيسو د نړيوال سازمان مشر او نږدې ۵۰۰۰ بهرني ميلمانه په دغه فورم کې ګډون لري. بېلا بېلې خواوې به د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د کيفيته پرمختيا، د تګ راتګ د هڅونې، د پرمختيا د نوي اينجن د پيدا کولو، د تګلارو د نښلولو او د لا ټينګو دوستانه اړيکو د جوړولو په شمول ړ ځينو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای