CRI Online

شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختيا د هڅونې په هکله درې فقره ييز وړانديزونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-26 10:37:53

د چين دولت رئيس شي جين پينګ نن د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم لوړ پوړي فورم کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختيا د هڅونې په موخه بايد د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او د ګټو شريکولو د اصول وساتل شي، د خلاصون، شين پرمختګ او سپيڅليتوب پر نظريو دې ټينګار وشي او د لوړ معيار، د خلکو ژوند ته د ګټو رسولو او د دواملرونکي پرمختيا د هدفونو د عملي کولو لپاره دې هلې ځلې وشي.

شي جين پينګ وويل، د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختيا د هڅونې او د کوچنيو ډلو د نه جوړولو لپاره بايد هره همکاري تر لمر لاندې تر سره شي، په ګډه دې د فساد پر ضد مبارزه وشي او په دې چارو کې دې په پوره توګه زغم نه ساتونکې رويه غوره شي، د پروژو د ابادۍ په وخت کې د کمپنيو کارونه دې په ټول بهير کې نړيوال اصول او معيارونه په نظر کې ونيسي، دغه راز د بېلا بېلو هېوادونو قوانينو او اصولو ته بايد درناوی شي او په سوداګريزو او مالي چارو کې دې دواملرونکې پرمختيا تامين شي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای