CRI Online

په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ: د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادي د ټينګښت او پراختيا نوي پړاو ته رسېدلې

cri     (GMT+08:00) 2019-04-26 10:56:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د اپريل په ۲۵مه نېټه د پاکستان د اردو او انګليسي ژبو په عمده ورځپاڼو کې تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختيا يوه ښه بيلګه وګرځي. نوموړي په دغې لېکنې کې ويلي چې د دغه دهليز په ابادۍ کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ټينګښت او پراختيا نوي پړاو ته رسيدلې دي.

په ليکنه کې ليکل شوي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې مهمه او مخکښه پروژه ده او په نوې موده کې د دواړو هېوادونو تر همکارۍ لاندې يوه نښه لرونکې پروژه هم ده. د دغه دهليز د ابادۍ په بهير کې تل د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار شوی، پوخ او اغيزمن همکاريز ميکانيزم جوړ شوی او د ګوادر بندر، د انرژيو، د بنسټيزو ترافيکي تاسيساتو او د صنعتي چارو په شمول ځينو ساحو کې څرګند پرمختګونه تر لاسه شوي دي. د دواړو خواوو لخوا په ټاکل شويو دوه ويشتو پروژو کې يوولس پروژې بشپړې شوي او نورې يوولس پروژې د ابادۍ په حال کې دي. دغه دهليز د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې تر ټولو مخکښ، لويه پيمانه لرونکی، اغيز لرونکې او ګټې لرونکې همکاريزه پروژه ده. اوسمهال د چين او پاکستان حکومتونو د دوستانه سلامشورو له لارې پريکړه کړې چې د دغه دهليز د ابادۍ په هکله د همکارۍ ټينګښت او پراختيا د نوي پړاو لپاره کوښښ وکړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای