د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د سريلانکا د روغتيا وزارت د اپريل په ۲۵مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چې د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه په دې هېواد کې د شوو مسلسلو چاودنو له امله ۳۵۹ کسانو د وژل کېدو خبر ور کړل شوې و،خو اوس دغه شمېر تر کره کېدو وروسته له ۲۵۰ څخه تر ۲۵۳ تنو پورې ښودل شوی دی.په دې اعلاميه کې راغلي چې د پېښې په ځای کې سختې چاودنې وشوې، نو د جسدونو شمېرنه اسانه کار نه و،نو ځکه د وژل شويو کسانو کره شمېره نامعلومه وه. په همدې ورځ په سريلانکا کې د چين سفارت د دی خبر پخلی وکړ چې په يادو چاودنو کې وروستي ورک شوی چينايي وژل شوی دی.
دغه سفارت وويل چې دوی به تر خپلې وسې پورې د پاتې کارونو د تر سره کولو لپاره د ټولو وژل شويو چينايانو له خپلوانو سره مرستې وکړي.اوس د يو ټپی شوي چينايي درملنه په روغتون کې روانه ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |