د چين د دولت رئيس شی جين پينګ د اپريل په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د دوهم سرمشريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه چې مضمون يې د ګډو هڅو له لارې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره د ښې راتلونکې برابرول دي . هغه وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د وړانديز موخه د متقابل پيوستون، د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو تر لاسه کول او د ګډ پرمختګ موندل دي.د اړوندو خواوو په ګډو کوششونو سره د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ په لومړي سرمشريز فورم کې بېلا بېلې لاسته راوړنې په حقيقت بدلې شوې دي او د دې ترڅنګ څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په هکله همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ وړانديز د م م ، جنوب ختيځې اسيا د ټولنې،د افريقايي هېوادونو د ټولنې، اروپايي ټولنې، د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې په شمول د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونوله پرمختيايي او همکاريزو پلانونو او د بېلا بېلو هېوادونو له پرمختيايي ستراتيژيو سره يو ځای شوی چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يې نوې فضا پرانيستې او د مختلفو هېوادونو د پرمختګ لپاره يې نوی فرصتونه برابر شوي او د چين د ورخلاصون او پرمختګ لپاره نوې پاڼه پرانيستلې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |