د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مرکزي نيوز اېجنسۍ د خبر له مخې، د دغه هېواد مشر کيم جونګ اون او د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين د اپريل په ۲۵مه نېټه په ولاديوستوک کې سره وکتل. دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د عنعنوي دوستۍ د پرمختيا او په بېلا بېلو ساحو کې د ذات البيني همکارۍ په شمول د ځينو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې کړې او د خوښې وړ ګډې نظريې يې تر لاسه کړې دي.
د خبر له مخې، کيم جونګ اون او ولاډيمير پوټين په خبرو اترو کې يو بل ته د خپل هېواد د حالاتو په هکله مالومات ورکړل، د تفاهم، باور او همکارۍ د ټينګښت په هکله يې سلامشورې او د کوريا ټاپووزمې د حالاتو او د نړيوالو اړيکو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې. وروسته دواړو مشرانو په دوه اړخيزه غونډه کې د کوريا ټاپووزمې د سولې او امنيت تامينولو لپاره د ستراتيژيکي تفاهم او د جنګي معهارتونو په برخه کې پر جدي بحثونه وکړل او پريکړه يې وکړه چې د سيمه ايزې سولې او امنيت د ساتلو په چارو کې به ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي. دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر منځ د سوداګريزو او اقتصادي، علمي او تخنيکي همکاريو د کميټې کارونه به فعال کړي او په اقتصادي او تجارتي ساحه کې به د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا ټينګتيا هڅونه وکړي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |