CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په اړه د دوهم سرمشريز فورم ۱۲فرعي غونډې ترسره شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-04-26 15:23:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په اړه دوهم سرمشريز فورم د اپريل په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د دې فورم دوولس فرعي غونډې په همدې ورځ ترسره شوې او ګډونوالو د ډيجټلي اقتصاد، د چاپېريال ساتونکي پرمختګ، نوښتي چارو او سيمه ييزې همکارۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه تر بحثونو وروسته موافقې تر لاسه کړې. دغه سرمشريز فورم د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د نړيوالې همکارۍ تر ټولو لوړ پوړی فورم دی او هم د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د همکارۍ د طرحه کېدو لپاره يوه مهمه لاره ده.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال نينګ جي جه وويل، د (يو کمربند او يوې لارې) وړانديز ګام په ګام له طرحې څخه په عمل بدل شوی او هيلې يې هم ګام په ګام په عملي کېدو دي. چين د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په برخه کې د همکارۍ له هڅولو سره سره له نورو هېوادونو او همکارانو سره د تګلارو، مقرراتو او معيارونو همکارۍ ته ډېره پاملرنه کړې ده.

((د تګلارو همکارۍ د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختيايي ستراتيژۍ د عملي کولو مشخصه څرګندونه ده او د مقرراتو او معيارونو همکارۍ د متقابل باور او همکارۍ د ژورتيا لپاره بنسټيز ضمانت دی. چينايان وايي، بېلا بېلې خواوې خپلې ځانګړتياوې لري او بايد د توپيرونو په شتون سره خپلمنځي موافقې تر لاسه شي. چين تل د هغو نړيوالو سازمانونو د تړونونو او اصولو مراعات او ساتنه کوي چې پکې برخه لري، چين غواړي د نړيوالو مقرراتو او معيارونو د بشپړولو لپاره خپله هوښياري او وړانديز وړاندې کړي. ))

د روان کال تر مارچ مياشت پورې، ۱۲۵ هېوادونو او ۲۹ نړيوالو سازمانونو د (يو کمربند او يوې لارې) د وړانديز په اړه له چين سره همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. دغه وړانديز د ځينو هېوادونو، سيمو او د ګردې نړۍ د پرمختګ له پلانونو او وړانديزونو سره هم همکارۍ ترسره کړې دي. د بېلا بېلو هېوادونو مېلمنو چې په دغه سرمشريز فورم کې ګډون لري، د دغه وړانديز د وړاندې کېدو له شپږو کلونو راهيسې تر لاسه شوي برياليتوبونه وستايل. د سعودي عربستان د انرژۍ، صنايعو، او کاني چارو وزير خالد عبدالعزيز الفالح وويل

(( د چين او سعودي ترمنځ نږدې اړيکې له څو پېړيو راهيسې ساتل شوي، زموږ ترمنځ سوداګريزې او کلتوري تبادلې د ورېښمو لرغونې لارې په زمانه کې پيل شوې او اوس موږ د (يو کمربند او يوې لارې) وړانديز په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ کوو. دا يو بشپړ پلان دی چې د عصري بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او د دې کمربند او لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ تبادلې او همکارۍ او د اړوندو خواوو پرمختګ او سمسورتيا به وهڅوي. دا ډېره د خوښۍ وړ خبره ده چې د (يو کمربند او يوې لارې) وړانديز او د سعودي د ۲۰۳۰ پرمختګ پلان د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ او سيمه ييزې سمسورتيا د هڅولو او د دوامدار اقتصاد د ابادولو په برخه کې يو د بل کمښت پوره کولای شي. ))

د يو کمربند او يوې لارې جوړونې په عادي ترسره کېدو سره ډېرې لويې پروژې عملي شوي او د دې لارې په اوږدو کې په پرتو هېوادونو کې د سرمايو راغونډېدو او د پورونو بحران د مخنيوی مهموالی ترې ښکاره شوی دی. د اپريل په ۲۵مه نېټه د چين د ماليې وزارت د (يو کمربند او يوې لارې) د پورونو د دوام لرلو په هکله څېړنيز چوکاټ خپور کړ چې په دغه وړانديز کې ګډونوالو ته د پورونو اداره او څېړنيزې وسيلې برابر شوې دي. د پيسو نړيوال سازمان د چين دغه عمل ستايي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای