د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د اپريل په ۲۶مه نېټه څرګنده کړه چې امريکا به د وسلو په سوداګريز تړون کې خپل امضا لغوه کړي.
ټرمپ په همدې ورځ د امريکا د اينديانا ايالت په مرکز اينديانا پليس کې د امريکا د ټوپکونو ټولنې په کلنۍ غونډه کې وويل چې د وسلو سوداګريز تړون ډېر سخت سوتفاهم لرونکی تړون دی. امريکا به په دغه تړون کې خپله امضا لغوه کړي. م م به ژر د دغه تړون د ردولو په اړه د امريکا خبرتيا لاسته راوړي.
ور سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې څرګنده کړه چې ياد تړون د وسلو د غير مسؤلانه سوداګرۍ مخنيوی نشي کولای، برعکس د نورو هېوادونو يو ډول وسيله ګرځېدلې چې د امريکا د وسلو صادرات يې محدود کړي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |