CRI Online

یو کمربند او یوه لار د ورخلاصي نړیوال اقتصاد لپاره نوی تاریخ جوړوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-27 21:43:43
یو کمربند او یوه لار د ورخلاصي نړیوال اقتصاد لپاره نوی تاریخ جوړوي

د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالو همکاريو دوهم سرمشریز فورم د روانې میاشتې په ۲۷ نیټه د ګردي میز د سرمشریزې غونډې د ګډې اعلامیې په منظورۍ سره پای ته ورسید. برخوالو مشرانو خپل باور څرګند کړ چې د یو کمربند او یوې لارې نوښت په ګډون د همکاریزو ستراتیژیو له لارې د سیمې او نړۍ په کچه نړیوالې همکارۍ پیاوړې کړي او سمسوره او ځلانده اینده جوړه کړي. هیله من دي چې سرمشریز فورمونه او اړوند فعالیتونه به په وار سره ترسره شي.

په سږني فورم کې ۲۸۳ نتیجې او د ۶۴ ملیارډو ډالرو په ارزښت همکاریزې پروژې سر ته رسیدلي دي چې د شمیرې، پراخوالي او کیفیت له لحاظه د کمربند او لارې د ابادۍ یو ښکلی ریکارډ او د دغه نوښت د ښه او پرله پسی پرمختګ نښه بلل کیږي. له دې نه څرګندیږي چې لازیات هیوادونه او خلک د کمربند او لارې په چوکاټ کې د تګ راتګ، همکاریو، پرمختګ او سمسورتیا همکاران ګرځیدلي دي.

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پرمختيايي حالاتو او تاريخی رجحان سره سمون لري، په مسلسل ډول رکود ماتوي، په دوامداره توګه يې نوښت او پرمختګ موندلی، نړۍ وليدل چې يوازې د ورخلاصي اقتصاد کولی شي د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

يو کمربند او يوه لار اوس د نړيوال اقتصادي پرمختګ چينلونه پرانيزي ، د نړيوالو اداري اصلاحاتو ته وده ورکوي او د ګډ پرمختګ او سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره ټينګ بنسټ برابروي.

د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت جوړونه د ټولو اړخونو ترمنځ ګډې نظريې دي . دا به د يو کمربند او يوې لارې ابادولو کې مرسته وکړي او تل د پرمختيا له نظره کارونو ته ګوري.

لکه څنګه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ اشاره وکړه، د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي د اقتصاد د نړيوال کېدو له تاريخي جريان، د نړيوال اداري سيسټم د اصلاحاتو د زمانې له اړتياوو سره او د ښه ژوند د موندلو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له غوښتنو سره سمون خوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای