CRI Online

ونزويلا په رسمي توګه د امريکايي هېوادونو له سازمان څخه د وتلو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-04-28 16:25:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ونزويلا حکومت د اپريل په ۲۷مه نېټه اعلان وکړ چې د امريکايي هېوادونو له سازمان څخه د دې هېواد د وتلو ټولې ټاکلې پروسې يې پای ته رسولې او له همدې ورځ څخه په پوره توګه له هغه سازمان څخه وتلی چې د امريکا ګټو د ساتلو لپاره خدمتونه کوي.

د ونزويلا ولسمشر نيکولاس مادرو په همدې ورځ په خپل ټويټر کې ليکلي چې د امريکايي هېوادونو سازمان يو داسې سازمان دی چې ديموکراتيک اصول او نړيوال قوانين نه مراعاتوي او د امريکا حکومت استعماراتي څانګه ده.خو ونزويلا به د هېڅ يو امپراطورۍ يوه امستعمره نه شي، نو له دې سازمان سره يې مخه ښه کړې او پکې به بيا ګډون ونه کړي.

د همدې ورځې په سهار د ونزويلا د حکومت لسو زرو پلويانو په پلازمينه کاراکاس کې له ياد سازمان څخه د دې هېواد د وتلو له امله لويه غونډه تر سره کړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای