د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال د باغوانۍ نړيوال نندارتون د اپريل په ۲۸ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
د ۱۱ هېوادونو مشرانو او ځانګړو استازو،د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسئولينو، په نندارتون کې نړيوالو ګډونوالو ، د نړيوالو صنعتي او سوداګريزو ټولنو شخصيتونو او د باغوانۍ کارپوهانو په ګډون څه باندې ۹۰۰ کسان د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی. رئيس شي جين پينګ د پرانيستونکو مراسمو له پيل وړاندې د بېلابېلو هېوادونو له ګډونوالو مشرانو سره يوځای په دغه نندارتون کې د چين له نندارځي څخه ليدنه وکړه او د دوستۍ نيالګيو د ايښودلو په فعاليت کې يې برخه واخيسته.
د ياد نندارتون اصولي موضوع يې ده: "شين ژوند او ښکلی کور". دغه نندارتون به ۱۶۲ ورځې دوام ولري او ۱۱۰ هېوادونه او نړيوال سازمانونه به پکې خپلې باغوانۍ نندارې ته وړاندې کړي، د چين ۳۱ ولايتونو، سيمو او ښارونو او د هانکانګ، مکاو او تايوان په ګډون به څه باندې ۱۲۰ غير حکومتي ګډونوال هم پدې نندارتون کې ګډون ولري.
د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د کون مينګ د باغوانۍ له نړيوال نندارتون ، د شانګهای نړيوال نندارتون او د چين لومړي وارداتي نندارتون وروسته د چين لخوا جوړ شوی لوی نندارتون دی چې کچه يې تر ټولو لوړه او پيمانه يې تر ټولو لويه ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |