د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۸ مه نېټه په بېجينګ کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې له نړيوالو څخه غوښتنه وکړه چې د ځمکنۍ کرې د ايکولوژۍ عمومي بيلانس بايد وساتو او راتلونکو نسلونو ته بايد نه يوازې مادي شتمني ، بلکې پاک آسمان،شنه غرونه او وږمې په ميراث پرېږدو. نوموړي وويل، که انسانان په غير منظم ډول طبيعي سرچينې استخراج کړي او يا يې لوټ او تالان کړي، نو حتماً به د طبعيت له بې رحمه غچ اخيستنې سره مخ شي، که په منظم ډول له طبيعي سرچينو څخه استفاده وشي او په مهربانه ډول يې ساتنه وشي، نو هرومرو به له طبعيت څخه زياتې ګټې ترلاسه شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |