CRI Online

شي جين پينګ او پنګ لي يوان د بهرنيو هېوادونو له مشرانو او مېرمنو سره د بېجينګ د باغوانۍ له نړيوال نندارتون څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 10:06:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پينګ لي يوان د اپريل په ۲۸مه نېټه د بېجينګ په يان چينګ کې د ۲۰۱۹ د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون له ګډون کوونکو بهرنيو مشرانو او د دوی له مېرمنو سره له دې نندارتون څخه ليدنه وکړه.

د همدې ورځې د شپې په اوو بجو، شي جين پينګ او پينګ لي يوان د چيني نندارتون په تالار کې د بهرنيو مشرانو او د دوی د مېرمنو هرکلی وکړ. دوی د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون تبليغاتي فلم وکوت او ګډ عکس يې واخيست. شي جين پينګ له مېلمنو سره د خوشحالۍ څخه په ډکه فضا کې خبرې اترې وکړې. شي جين پينګ وويل، چې په چيني نندارتون کې سمه ييز کلتور او د باغوانۍ ښايسته کيسې څرګندې شوې او د ايکولوژۍ په ابادۍ کې د چين د تر لاسه شويو برياليتوبونو معلومات پکې راغونډ شوي، له دې نندارتون څخه نه يوازې له باغوانۍ څخه خوند اخيستلی شو بلکې له نړيوالو سره د شين ژوند د موندلو او د ګټو د شريکولو په اړه د چين دغه مفکوره پېژندلی شو.

بهرنيو مېلمنو د ايکولوژيکې ابادۍ په برخه کې د چين د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او هيله يې وښودله چې د ښکلي کور د ابادولو لپاره له چين سره تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای