د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د انسان وړونکي فضايي پروګرام اجنسۍ خبر ورکړ چې دغه دفتر د اپريل په ۲۷مه نېټه د پاکستان د فضا او لوړې هوايي سطحې له څېړنيزې کمېټې سره يو همکاريز تړون لاسليک کړ. دا د انسان وړونکې فضانوردۍ په برخه کې د چين او پاکستان ترمنځ د همکارۍ د نوې مرحلې د پيل نښه ده.
د اپريل په ۲۷مه نېټه، د چين د انسان وړونکي فضايي پروګرام اجنسۍ مشر هاو چون او د پاکستان د فضا او لوړې هوايي سطحې د څېړنيزې کمېټې مشر امير نديم په بېجينګ کې خبرې اترې وکړې او د دواړو ارګانونو په استازيتوب همکاريز تړون لاسليک کړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |