CRI Online

وانګ يي د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د دوهم سرمشريز فورم د لاسته راوړنو ارزونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 10:26:02

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دوهم سرمشريز فورم د اپريل له ۲۵ مې نېټې څخه تر ۲۷ مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شو. د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اپريل په ۲۸ مه نېټه د دغه فورم د لاسته راوړنو په اړه د خبري رسنيو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

وانګ يي وويل، چې دغه غونډه په ۲۰۱۹ کال کې په چين کې تر ټولو مهم ډيپلوماتيک فعاليت دی. زما په اند دغه غونډه شپږ لويې لاسته راوړنې لري.لومړی، د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ګډې جوړونې موخه ټاکل شوې او د همکاريو لوری په ګوته شوی دی. دوهم د متقابل پيوستون په موخه نړيوالې همکاريزې اړيکې ټينګې شوې او د بېلابېلو خواوو ګډه وده پياوړې شوې ده. درېيم، زيات رښتيني پرمختګونه ترلاسه شوي او بېلابېلو لوريو ته ګټې رسېدلې دي. څلورم، د بېلابېلو ځايونو او د سوداګريز او صنعتي ټولنو ترمنځ د همکارۍ لپاره پلاټفورم او زمينه برابره شوې ده. پنځم، د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ چوکاټ بشپړ او ملاتړي سيستم يې جوړ شوی دی. شپږم، د مشرانو ترمنځ د ډيپلوماتيکو فعاليتونو تر لارښوونې لاندې د هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې ژورې شوې دي.

وانګ يي زياته کړه چې دغه سرمشريز فورم د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په برخه کې تر ټولو د لوړې کچې نړيوال پلاټفورم دی او هدف يې د دغه وړانديز په اړه د نړيوالې ټولنې د ګډو نظريو راټولول او د همکاريو د نقشې پلانول دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای