د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۸مه نېټه د بېجينګ په يان چينګ کې د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د شين ژوند د ګډو موندلو او د ښکلي کور د ګډۍ ابادې تر عنوان لاندې يې وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د طبيعت احترام او د چاپيريال ساتنه د راتلونکې لپاره مهم ارزښت لري. د ځمکې کره د انسانانو يوازنی کور دی. چين هيله لري چې له بېلا بېلو هېوادونو سره د ښکلي کور او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل،چې لومړی، موږ بايد د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږي ومومو. انسانان يوازې له طبيعي سرچينو څخه مناسبه استفاده وکړي او چاپيريال ښه وساتي، له طبيعي سرچينو څخه ګټې اخيستلی شي، که نه د طبيعت له سزا سره به مخامخ شي. دوهم، موږ بايد شين پرمختګ ومومو. ښه چاپيريال د شتمنۍ سرچينه ده، د چاپيريال ښه والی د پرمختګ توليدي قوت دی. درېيم، موږ بايد له طبيعت سره مينه وساتو. د چاپيريال د ساتنې لپاره دې د ژوند لارې، د ادارې سيستم او مفکورې جوړې شي. څلورم، موږ بايد د چاپيريال د علمي ادارې روحيه ومومو. پنځم، موږ بايد همکارۍ ومومو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |