CRI Online

چين د ځينو تقاعد شويو عسکرو د ټولنيزې بيمې مسئلې د حل لپاره تګلاره خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 11:32:14

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او د دولتي شورا دفترونو په دې وروستيو کې د ځينو تقاعد شويو عسکرو د ټولنيزې بيمې مسئلې د حل په اړه د وړانديزونو د اطلاعيې په خپرولو سره د بېلا بېلو سيمو او څانګو څخه يې غوښتنه وکړه چې د ځايي شخصي حالت سره سم دې نوموړې تګلاره پلې کړي.

د تقاعد شويو عسکرو د چارو وزارت يو مامور د اپريل په ۲۸مه نېټه وويل، هغه کسان چې په مسلسلو مودو کې د ټولنيزې بيمې فيس يې نه دی ورکړی، په عمده توګه په ۲۰۱۱ کال کې د تقاعد شويو عسکرو د بېرته ځای پر ځای کولو په اړه د اصلاحاتو له خپرېدو مخکې له پوځي ليکو څخه تقاعد شوي دي. د دغو کسانو کاري دندې بايد د حکومت له خوا ترتيب شوی وای، له تقاعد کېدو وروسته د ډول ډول لاملونو له امله په ځايي سيمه کې ثابتې دندې او عايدات نلري، د دې تګلارې سره سم د تضمين په ساحه کې شامل دي چې ټولنيزه بيمه اخيستلی شي او يا فيس تجديدکولی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای