د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۹ مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د کمبوديا له لومړي وزير سامديچ هون سين سره وکتل.
شي جين پينګ په دغه کتنه کې په خپلو خبرو کې وويل، چې چين او کمبوديا ټينګ ملګري دي. چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيو همکاريزو اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له کمبوديا څخه ملاتړ کوي چې د خپل ملي وضعيت لپاره مناسبه پرمختيايي لار ووهي او خپل حقه حقونه وساتي. چين به له کمبوديا سره يوځای خپلمنځي دوستي ټينګه کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ زيات کړي، خپلمنځي رښتينې همکارۍ به ژورې کړي،کلتوري تبادلې به پراخې کړي او خپلمنځي اړيکو ته به دوامدار پرمختګ ورکړي. دواړه خواوې بايد د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو پروګرام ښه پلی کړي،د خپلمنځي اړيکو ستراتېژيکی ارزښت دې لوړ کړي او محتويات يې دې غني کړي. همداراز بايد د يو کمربند او يوې لارې همکارۍ پراخې کړي او د ځانګړو اقتصادي سيمو، هوايي ډګرونو او سړکونو په شمول مهمې پروژې دې په ښه توګه بشپړې کړي.
هون سين د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د دوهم سرمشريز فورم د برياليتوب له امله مبارکي وويله او د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون پرانيستونکي مراسم يې ډېر په زړه پورې وبلل.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |