په بېجينګ کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون د اپريل د ۲۹ مې نېټې د سهار په نهو بجو رسماً خپله دروازه عامو خلکو ته پرانيسته. دغه نندارتون به د اکتوبر تر ۷ مې نېټې پورې يعنې 162 ورځې به دوام ولري.
د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چيني او بهرنيو تصديو او د بېلابېلو ټولنو څه باندې ۸۰۰ استازو ګډون کړی و.
دغه نندارتون د ۱۹۹۹ کال د کون مينګ د باغوانۍ له نړيوال نندارتون ، د ۲۰۱۰ کال د شانګهای له نړيوال نندارتون او د ۲۰۱۸ کال د شانګهای له نړيوال صادراتي نندارتون وروسته په چين کې د کچې او پيمانې له پلوه لومړنی نړيوال نندارتون دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |