د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا د ولسمشر دفتر د اپريل د ۲۷ مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد ولسمشر سيريسينا د دغه هېواد د ملي حماعت توحيد(NTJ) او جماعت ملت ابراهيمي (JMI) په نوم دوو افراطي ډلو فعاليتونه لغوه اعلان کړی.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې يادو دوو ډلو د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه په دغه هېواد کې د پرله پسې بريدونو په طرحه کولو کې لاس درلود، نو ولسمشر سيريسينا د ملي بېړنيو حالاتو د قانون له مخې چې د دغه هېواد د پارلمان لخوا منظور شوی، د دغو دوو ډلو فعاليت لغوه او دواړه ډلې يې غير قانوني اعلان کړې. حکومت به د دغو دوو ډلو ټولې شتمنۍ ضبط کړي، فعاليتونه به يې منع کړي او د ياد قانون له مخې به د هېواد په دننه کې د نورو افراطي دلو فعاليتونه هم لغوه کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |