CRI Online

د چين د ګوي جو ولايت د ګوي ان په نوې ناحيه کې د شوانګ چوانګ خدمتي اورګان د تصديو د بېلا بېلو ستونزو د لېرې کولو لپاره خدمتونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 16:07:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د شوانګ چوانګ خدمتي اورګان د چين د ګوي جو ولايت د ګوي ان د نوې ناحيې په شوانګ چوانګ باغ کې موقعيت لري او د دې ناحيې د اړوندو تصديو لپاره يو خدمتي ډګر دی.له کومې تصدۍ د مالياتو،قانون،د پانګونې او د پيسو راغونډولو او اداري نظام په برخو کې بېلا بېلې ستونزې او مسئلې ولري،د دغه خدمتي اورګان ديارلس کارکوونکي او اړوند همکاريز پلاوي به ور ته خدمتونه وکړي.

دغه خدمتي اورګان د ۲۰۱۸ کال په اګست کې په کار پيل وکړ او تر دې دمه يې د څه باندې سلو تصديو ستونزې مسئلې هوارې کړې او د کورونو،کلتوري نوښت او کرنې په برخه کې يې دېرشو تصديو ته يې خدمتونه برابر کړي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای