CRI Online

شي جين پينګ له لي هسين لونګ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 19:38:27

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۹مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د سينګاپور له صدراعظم لي هسين لونګ سره وکتل.

له نوموړي سره په خبرو کې رئيس شي جين پينګ وويل، روان کال د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره او په سينګاپور کې د سوداګريز بندر د پرانيستلو له ۲۰۰مې کاليزې سره برابر دی او راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د جوړېدو ۳۰م کال وي. نو د دواړو هېوادونو اړيکې د پرمختيا له نويو فرصتونو سره مخامخ دي. دواړه خواوې بايد يو پر بل ټينګ سياسي باور ولري او لا زياتې ګډې ګټې دې سره شريکې کړي، د مرکزي ګټو او مهمو مسئلو په هکله دې يو د بل درناوی وکړي او د ګډې پرمختيا په لاره کې دې يو له بل څخه ملاتړ وکړي. چين او سينګاپور د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ ملګري دي. سينګاپور د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ ملاتړ او په کې ګډون کوي او دا په نوې زمانه کې يې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګښت لپاره نوي ځواکونه برابر کړي او د دغه پلان د باکيفيته ګډې ابادۍ لپاره يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو کې نمنوي رول لوبولی دی. دواړه خواوې بايد د چين او سينګاپور تر منځ په نويو همکاريو کې د اړوندو هېوادونو د ګډې پرمختيا هڅونه وکړي او د نويو ځمکنيو او سمندري لارو ابادي او د دريواړو خواوو همکارۍ دې پرمخبوزي. دواړه خواوې بايد په مداومه توګه د اقتصاد د نړيوال کېدو او د څو اړخيزم ملاتړ وکړي، د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او تر ۲۰۲۵ کال پورې د اسيان په چوکاټ کې د تګ راتګ د عمومي پلان د نښلولو او د ختيځې اسيا د اقتصاد د يو ځايښت هڅونه دې وکړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای