CRI Online

شي جين پينګ د سويس له فدرالي رئيس يولي ماورير سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-04-29 20:05:00

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۹مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د سويس له فدرالي رئيس يولي ماورير سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، روان کال د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. سويس په لويديځو هېوادونو کې ډېر پخوا د چين ملي ولسي جمهوريت په رسمي پيژندلی چې له دې څخه د سويس حکومت ليرې ستراتيژيکي ليد او چينايانو ته د سويسيانو دوستي څرګنديږي. د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د جوړېدو له اوياوو کالونو راهيسې دغه دوه اړخيزې اړيکې د چين او اروپا تر منځ په اړيکو کې مخکښ ځای نيسي. چين په بهرنيو هېوادونو کې لومړی له سويس سره د نوښت ستراتيژيکې دوستانه اړيکې جوړې کړې. چين غواړي له سويس سره خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ نورې هم ژورې کړي.

له نوموړي سره په خبرو کې رئيس شي جين پينګ زياته کړه چې دواړه خواوې بايد يو بل ته په درناوي او يو پر بل ټينګ باور لرلو سره پر دوستانه روحيې ټينګار وکړي، په ځانګړې توګه يو د بل په مرکزي ګټو او مهمو مسئلو پورې اړه لرونکو مسئلو ته دې پاملرنه وکړي. دواړه خواوې بايد د بېلا بېلو کچو خبرې اترې پياوړې او د نوښت روحيه پراخه کړي. د سويس تصديو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په پيل کې مخکښې ګرځيدلي او زيات ازمويښتي کارونه يې تر سره کړي دي، اوس د سويس تصدۍ د چين د نوې دورې د ورخلاصون په رڼا کې د لومړي ډلې ګټې اخيستونکي دي. د چين او سويس تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون د نورو اروپايي هېوادونو نه مخکې لاسليک شوی. موږ بايد د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ کارونه د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د نوي ټکي په توګه جوړې کړو.

ماورير د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړيدو په مناسبت رئيس شي جين پينګ او چيني ملت ته مبارکۍ وويله او ويې ويل، له اوياوو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ زيات دی، يو له بل څخه مو تجربې زده کړي او خپلمنځي تفاهم مو زيات شوی چې له دې سره د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ټينګې شوې دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای