د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د خلکو په لوی تالار کې د نيپال له ولسمشرې ويديا ديوي باهندري سره خبرې اترې وکړې.
له نوموړې سره په خبرو کې شي جين پينګ وويل، چين له نيپال سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د نيپال د خپلواکۍ، ملي حکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو او د خپل هېواد د حالت له مخې د پرمختيايي لارې د ټاکلو په هکله ورڅخه ملاتړ کوي او په اوږده موده کې د چين د مرکزي ګټو او مهمو مسئلو په باره کې د دغه هېواد د ټينګ ملاتړ او د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د دغه هېواد ملاتړ ستايي.
بهندري وويل، د يو کمربند او يوې لارې پلان تاريخي اهميت او په ټوله نړۍ کې مهمې اغيزې لري او د چين او نيپال تر منځ د همکاريو لپاره يې ښه فرصت جوړ کړی دی. هغه د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت چينايانو ته مبارکي وويله او په چين کې د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه يې وکړه.
دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د دوه اړخيزو همکاريو يو لړ سندونه هم لاسليک کړل.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |