CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير:په سوريه کې د بندي شويو ترهګرو خوشي کېدل به د سختو جرمونو سبب وشي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 09:57:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اپريل په ۲۹مه نېټه وويل چې که په سوريه کې د امريکا او د وسله والو کردانو له خوا نيول شوي ترهګر خوشي شي،دا به سخت جرم وبلل شي.

د روسيې خبري رسنيو په همدې ورځ د لاوروف په قول ويلي چې امريکا او وسله والو کردانو د سوريې په ختيځ د ايوفريډس سيند په ختيځه غاړه کې ګڼ شمېر بهرني ترهګر نيولي دي، خو د اروپايي او نورو هېوادونو په شمول د امريکا لويديځ همکاران د دغو ترهګرو منل نه غواړي او بېلا بېلې خواوې د دې مسئلې په هکله د نظريو توپيرونه لري،نو امريکا ګواښ کړی چې دغه ترهګر بايد خوشی شي.خو د روسيې په اند دا به د سختو جرمونو سبب وشي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای