CRI Online

د امريکا او ترکيې مشرانو په تليفوني خبرو کې د ترکيې له خوا د روسيې څخه د هوا ضد توغندي سيستم د اخيستلو په شمول د ځينو مسئلو په هکله بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 10:00:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په ۲۹مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اوردوګان سره تليفوني خبرې وکړې او پکې يې د ترکيې له خوا د روسيې څخه د هوا ضد توغندي سيستم د اخيستلو او د سوريې مسئلې په هکله بحثونه وکړل.

د امريکا سپينې ماڼۍ په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکيې له ولسمشر اوردوګان سره د سوريې په شمال کې د امنيتي مسئلې او د ترکيې له خوا د روسيې څخه د S-400 په نوم د هوا ضد توغندي سيستم د اخيستلو په هکله بحثونه وکړل.په دې اعلاميه کې راغلي چې دواړو خواوو د دوه اړخيزې سوداګرۍ په باب هم خبرې وکړلې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای