CRI Online

تاريخ به هرو مرو ثبت کړي چې د چين او السلوادور ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګښت سم انتخاب دی

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 10:09:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اپريل په ۲۹مه نېټه په چين کې د السلوادور سفارت د پرانيستلو مراسم تر سره شول. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ وويل چې تاريخ به هرو مرو ثبت کړي چې چين او السلوادور ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګښت سم انتخاب دی او د تاريخ له پرمختيايي تمايل او د دواړو هېوادونو او د خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري چې دواړه هېوادونه او خلک به ترې ګټې واخلي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د تېر کال په اګست کې چين د يو چين د پېژندلو پربنسټ له السلوادور سره سياسي اړيکې ټينګې کړې چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه پرانيستل شوې ده.د يادو اړيکو له ټينګېدو راهيسې دواړو خواوو د متقابل درناوي،مساوات او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره په اقتصاد،پانګونې، بنسټيزو تأسيساتو، کرنې، علومو او تخنيکونو، ښوونې او سيلانۍ په برخو کې يو له بل سره همکارۍ کړې او ابتدايي لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې چې په پايله کې يې د السلوادور د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره سترفرصتونه او ښې راتلونکې برابرې کړې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای