د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران تسنيم خبري اژانس د اپريل په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ، د ايران د اسلامي انقلاب ساتندويه ځواک عمومي قوماندان حسين سلامی په همدې ورځ په يو فعاليت کې د ګډون په وخت کې له دې سره مخالفت څرګند کړ چې ايران د اقتصادي بنديز تر فشار لاندې له امريکا سره خبرې اترې وکړي. هغه وويل، امريکا غواړي د اقتصادي بنديزونو له لارې ايران اړ کړي چې ورسره خبرې اترې وکړي، خو دغه شان خبرې اترې به تسليم وګڼل شي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، ايرانيان به دغه شرم و نه مني. که امريکا د ايران پر ضد خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي، نو لا ډېر زيان به وويني.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |