CRI Online

د ۲۰۱۹کال د بېجينګ د باغوانۍ د نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ مهمه وينا په نړيواله ټولنه کې د هر کلي وړ ګرځېدلې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 10:34:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغوانۍ د نړيوال نندارتون د اپريل په ۲۸مه نېټه پرانيستل شو.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې مهمه وينا وکړه او غوښتنه يې وکړه چې نړيواله ټولنه د ايکولوژيکي مدنيت بنسټ کيږدي او د شين پرمختګ په لور روانه شي. د ده دغه وينا په نړيواله ټولنه کې د هر کلي وړ ګرځېدلې ده.

د روسيې د ساينس اکاډمۍ د لېرې ختيځ د څېړنيز انسټېټيوټ څېړونکي اګور اشاکوف په دې اند دی چې په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د چاپيريال د ساتلو او د ايکولوژيکي برابرۍ د اعاده کولو په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې او په دې برخه کې د چين هڅې د لازياتو هېوادونو له خوا منل شوې دي.

د اندونيزيا د فکري اورګان د اسيا نوښت د څېړنيز مرکز رئيس بامبانګ سوريونو وويل چې د رئيس شي جين پينګ ياده وينا په سوله کې د انسانانو او طبيعت ترمنځ د ګډ ژوند په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونولپاره بېلګه او وړانديز بلل کيږي او په نړۍ کې د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره ګټوره ده.له دې وينا څخه هم ښکاريږي چې د چين اقتصاد د باکيفيته پرمختګ په لور ټينګ ګامونه اوچت کړي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای