CRI Online

د چين او روسيې ترمنځ د ۲۰۱۹- سمندري يووالي په نوم پوځي تمرين پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 11:08:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين او روسيې ترمنځ د ۲۰۱۹- سمندري يووالي په نوم پوځي تمرين د اپريل په ۲۹مه نېټه پيل شو. په دغه ګډ پوځي تمرين کې د چيني خوا عمومي ډايرکتر او د چين د سمندري پوځ مرستيال قوماندان تورن جنرال چيو يان پنګ د دې پوځي تمرين د پيل اعلان وکړ. د دې پوځي تمرين د ډايرکترانو ګډې ادارې، د لارښوونې ګډې ادارې، د چين او روسيې د جنګي بېړيو مشرانو او په چين کې د روسيې د سفارت د نظامي اتاشې د دفتر کارکوونکو په شمول کسانو د دې پوځي تمرين په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

دغه تمرين به د اپرېل له ۲۹مې نېټې څخه د مې تر ۴مې نېټې پورې دوام ولري او پر سمندر باندې د ګډو دفاعي عملياتو تر عنوان لاندې ترسره کېږي. په لومړنيو دوو ورځو کې به تمرين د سمندر په غاړه کې ترسره شي او د مې له لومړۍ نېټې څخه به پر سمندر باندې رښتينی پوځي تمرين ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای