CRI Online

د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د ۱۰۰مې کاليزې د يادونې غونډه تر سره شوه او شي جين پينګ په کې يوه مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 11:13:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د ۱۰۰مې کاليزې د يادونې غونډه د سې شنبې په ورځ يعنې د اپريل په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې وويل،د مې د څلورمې نېټې غورځنګ ۱۰۰ کاله مخکې په چين کې رامنځته شو چې دغه غورځنګ هېواد او نړۍ په حيرانتيا کې اچولې ده او په متاُخر او معاصر کې د چين په تاريخ کې د نوې زماني مرحلې د نښې په توګه ډېر اهميت لري.

د ۱۹۱۹م کال د مې په څلورمه نېټه د چين د وخت حکومت د پاريس په سوله ييز کنفرانس کې سر ټيټ او ډيموکراتيک سازش يې وکړ، نو د وخت د حکومت د دې کار پر وړاندې ګڼ شمېر ځوانو چيني مفکرينو د هېواد په کچه د وطن د ساتلو په موخه ستر انقلابونه رامنځته کړل او د بېلا بېلو ځايونو خلکو هم پکې فعال ګډونونه کړي وو، تر څو له بحرانونو څخه چيني ملت وژغورل شي.

دغه غورځنګ له پخواني ديموکراتيک انقلاب څخه د نوي ډيموکراتيک انقلاب په لور د چين د بدلون يوه نښه ده او له متاُخر راهيسې د ملي خپلواکۍ او پرمختګ د موندلو په هکله د چيني ملت په تاريخي بهير کې د مزل د نښې په توګه ډېر ارزښت لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای