د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۳۰ نېټه د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د ۱۰۰ مې کاليزې د يادونې په غونډه کې وويل، چيني ځوانان د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره مخکښ ځواک دی.
نوموړي وويل، چيني ځوانان دې په نوې زمانه کې د چين کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې له خلکو سره يو ځای د دوو سل کلنو موخو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چين د خوب د تحقق لپاره هڅې وکړي. چيني ځوانان دې په نوې زمانه کې پر سترو ارمانونو ټينګار وکړي او که هر کس د وطن له اړتياوو او د خلکو له ګټو پرته يوازې خپلو ګټو ته پاملرنه وکړي، لاره به يې تنګه شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |