CRI Online

شي جين پينګ : هېڅ څوک به موږ ته يو ځلاند راتلونکی لرونکی چين نه ډالۍ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 11:47:01

شي جين پينګ : هېڅ څوک به موږ ته يو ځلاند راتلونکی لرونکی چين نه ډالۍ کوي

په چين کې د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د ۱۰۰ مې کاليزې د يادونې غونډه د اپريل په ۳۰ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې په چين کې د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د هېواد د پالنې په پار يو لوی انقلابي غورځنګ و، دغه غورځنګ د چينايانو لخوا پيل شوی لوی ټولنيز انقلاب و چې هدف يې د خپل ملت ژغورل، د خپل ملي وقار او حيثيت ساتل او د قومونو د ځواکونو راټولول وو، همدا راز د نوې مفکورې، نوي کلتور او نويو پوهو د خپرولو غورځنګ هم و.

شي جين پينګ وويل، وطن پرستی د مې د څلورمې نېټې غورځنګ او هم د چيني ملت اصلي روحيه وه. په دغه غورځنګ کې د چينايانو او چيني ملت ذهنيت له ۱۹۴۰ کال راهيسې کله چې د نشه يي توکو پر ضدمبارزه پيل شوې، په لومړي ځل په هراړخيزه توګه لوړ شوی او خلک پدې پوه شوي چې يوازې د خپلو کوښښونو له لارې ټولنيز پرمختګ، ملي احيا او هوسا ژوند رامنځته کولی شي. هېڅ څوک به موږ ته يو ځلاند راتلونکی لرونکی چين ډالۍ نه کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای