CRI Online

شي جين پينګ: د چين د ټولنې بېلا بېلې خواوې دې د ځوانانو لوېدو او پرمختګ ته پاملرنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 12:04:18

د چين عالي مشر شي جين پينګ د اپريل په ۳۰مه نېټه د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د ۱۰۰مې کاليزې د يادونې په غونډه کې وويل، د چين کمونېست ګوند د بېلا بېلو کچو د کمېسيونونو او حکومتونو په شمول د چين د ټولنې بېلا بېلې خواوې بايد د ځوانانو دوستان او آشنايان وګرځي، بايد له ځوانانو سره د خبرو او نظريو مخامخ تبادلې وکړي او د ګوند او بايد حکومت د کارونو په اړه د دوی پېشنهادونه او وړانديزونه واوري.

نوموړي وويل، که څه هم انتقادونه تېز او ناسم وي، بايد واوريدل شي، که تېروتنې شته، سمې دې شي او که تېروتنې نه شته، هڅې دې وشي. اړوندې خواوې دې د کارونو د پيدا کولو، د نوښت او چارو د استخراج کولو، په ټولنه کې د ننوتلو، د دوستانو او آشنايانو د پيدا کولو او د واده کولو، د زړو کسانو د پاملرنې او د ماشومانو د تعليم په برخو کې له ځوانانو سره مرسته وکړي، د نړۍ او هېواد د پيژندنې او د زماني پرمختيايي فرصتونو د نيولو په برخو کې دې د ځوانانو لارښوونه وکړي. ځوانان دې په مهمو ساحو او ماموريتونو کې د ستونزو په ليرې کولو سره خپل استعدادونه ښکاره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای