د چين بېلا بېلو ټولنو د اپريل په دېرشمه نېټه د مې د څلورمې نيټې غورځنګ د سلمې کاليزې د يادونې په مناسبت لويه غونډه تر سره کړه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې وويل چې د چيني ملت سمسورتيا د چيني ځوانانو دنده او مسؤليت دی.چيني ځوانان بايد د چيني ملت د سترې سمسورتيا لپاره خپلې دندې او مسؤليتونه پر غاړه واخلي او په نوې زمانه کې دې د اړوندو ستونزو د لېرې کولو لپاره هڅې کړي او د يادو دندو د تر سره کولو په بهير کې وده وکړي او لوی شي تر څو د اصلاحاتو او ورخلاصون په نوي پړاو کې ځاني پرمختګ ومومي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |