د چين عالي رهبر شي جين پينګ د اپريل په ۳۰ مه نېټه د خپلې وينا پر مهال وويل چې چيني ځوانان بايد هڅه وکړي چې علم زده کړي، خپل صفت دې ښه کړي او د زياتو تمرينونو له لارې دې خپله وړتيا تقويه کړي، خپل ليد، ذهنيت او علمي سويه دې لوړه کړي او د زمانې له پرمختيايي سرعت سره دې ځانونه برابر کړي.
نوموړي زياته کړه چې په اوسنۍ زمانه کې پوهې په چټک ډول نوې کېږي،او په ټولنه کې د دندو او مسئوليتونو معلومول او ويشل ورځ تر بلې واضح شوي او زيات نوي تخنيکونه ، نوي پرمختيايي شکلونه او نوې چارې رامنځته شوې دي. ځوانان بايد د زده کړې ذهنيت لوړ کړي او د زده کړې له لارې بايد خپلې پوهې زياتې او خپل صفت ښه کړي او د کارونو له لارې بايد خپله وړتيا لوړه کړي او خپل مهارتونه پياوړي کړي څو له خپلو پوهو او توان څخه په استفادې د خلکو چوپړ وکړي او د خپل ابتکاري توان پر مټ د هېواد لپاره خدمتونه وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |