CRI Online

شي جين پينګ: چيني ځوانان بايد په نوې زمانه کې لا زيار وباسي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 11:58:15

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په دېرشمه نېټه وويل چې چيني ځوانان بايد په نوې زمانه کې زيار ايستونکي،جوړوونکي او خدمتګار وګرځي

شي جين پينګ د مې د څلورمې نيټې غورځنګ د سلمې کاليزې د يادونې په غونډه کې وويل چې د چيني ملت د سمسورتيا موخې د تر سره کېدو لپاره ډېرې درنې او مهمې دندې موجودې دي.نو چيني ځوانان د دغو ستونزو د لېرې کولو لپاره ډېرو هڅو ته اړتيا لري او د هر کوچني کار او دندې د تر سره کولو لپاره بايد د زيار ايستلو روحيه غوره کړي.نن ورځ په چين کې د خلکو د ژوند شرايط ښه شوي دي، خو دا لاهم لازمه ده چې چيني ځوانان د درنو او مهمو دندو د سر ته رسولو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای