د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په دېرشمه نېټه دې ته په اشارې سره وويل چې چين به يو داسې غښتلی سوسياليستي عصري اباد هېواد واوسي چې غښتليتوب يې نه يوازې د خلکو له شتمنېدو بلکې د اخلاقي سلوک له لاښه کېدو سره اړيکې لري.چيني ځوانان بايد خپل اخلاقي سلوک او چلند لا ښه کړي او په سمه لاره دې روان شي او د نيکمرغه او ښکلي ژوند د برابرولو لپاره دې ډېرې هڅې وکړي.د دې ترڅنګ دوی بايد د پيسو پرستۍ او فرد پرستۍ په شمول د ځينو غلطو افکارو مخنيوی وکړي او د ښکلي ژوند د تر لاسه کولو لپاره دې ډېر زيار وباسي تر څو په ټوله ټولنه کې خوځنده ځواک رامنځته شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |