CRI Online

رئيس شي جين پينګ د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د سلمې کاليزې په درشل کې چيني ځوانانو ته نيکې هيلې وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 15:24:15

د چين د مې د څلورمې نېټې غورځنګ په درشل کې، د اپرېل په دېرشمه نېټه د دې غورځنګ د سلمې کاليزې د يادونې غونډه په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين عالي رهبر شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او له چيني ځوانانو څخه يې وغوښتل چې بايد له خپل هېواد، کورنۍ او ټولو انسانانو سره مينه ولري او د چيني ملت د بيارغونې، د يو کمربند او يوې لارې جوړونې د هڅونې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې کوښښونه وکړي.

د ۱۹۱۹م کال د مې په څلورمه نېټه د چين د وخت حکومت د پاريس د سولې په کنفرانس کې سر ټيټ او ډيموکراتيک سازش وکړ، له دې امله د دې کار پر وړاندې ګڼ شمېر ځوانو چيني مفکرينو د هېواد په کچه د وطن د ساتلو په موخه ستر انقلابي لاريونونه رامنځته کړل او د بېلا بېلو ځايونو خلکو هم پکې فعاله ګډونونه وکړل، تر څو له بحرانونو او ستونزو څخه چيني ملت وژغورل شي. همدا غورځنګ و چې ماکسيزم په چين کې خپور شو.

سږ کال نه يوازې د مې د څلورمې نېټې غورځنګ له سلمې کاليزې سره، بلکې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو تر ۴۰ کلونو وروسته، اوس چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی. خو د چيني ملت د بيارغونې په بهير کې د عصري چيني ځوانانو هڅو او مسئوليتونو ته اړتيا شته. نو رئيس شي جين پينګ په ځانګړي توګه له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې بايد خپلې هڅاندې روحيې فعالې وساتي او د چيني ځوانانو د دايمي کوښښونو عادت دې خپور کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای