CRI Online

د مصر کارپوهان: د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ دوهم فورم د څواړخيزې همکارۍ يوه ښه نمونه ده.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 18:03:11

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ دوهم فورم تازه پای ته ورسېد چې پکې چين له مختلفو برخه والو هېوادونو سره د همکارۍ يو لړ موافقې او لاسته راوړنې موندلې دي. د مصر زياتو کارپوهانو او عالمانو د ياد فورم تر سره کولو ته زياته پاملرنه کړې او څرګنده يې کړه چې د دغه فورم تر سره کولو سره په نړۍ کې د څواړخيزې همکارۍ يوه ښه نمونه رامنځته کړې ده.

چين او مصر د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په دوهم فورم کې د توليدي توان د لوړتيا په موخه د اړوندې پانګونې، د سمندري بندرونو او پټليو د جوړولو په شمول څو برخو کې يو لړ چوکاټي تړونونه لاسليک کړي او د خپلمنځي همکارۍ د ژورتيا موافقې يې تر لاسه کړې دي. د مصر د الاهرام د سياست او ستراتيژۍ څېړنيز مرکز لوړ پوړي څېړونکي ښاغلي محمد فيض فراحت څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم نړيوالې ټولنې ته د څواړخيزې همکارۍ مثبتې نښتې ښودلې او د چين او د مصر په شمول د بېلا بېلو پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او انساني همکارۍ په برخه کې متقابل باور او تګ راتګ يې پرمخ بيولی دی.

د ياد فورم له يو لړ لاسته راوړنو څخه ښکاري چې دغه فورم د څواړخيزې واقعي همکارۍ د پياوړتيا پر بنسټ د يو کمربند او يوې لارې په ګډه ابادي کې د مختلفو ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ په همکاريز چوکاټ کې زيات محتويات شتون لري. داسې لاسته راوړنې به د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ساحه پراخه کړي، لا زيات فرصتونه به برابر کړي او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پلې کېدو تضمين به وکړي.

نوموړی پدې اند دی چې دغه فورم د ګردي ميز سرمشريزې غونډې په ترڅ کې د خپرې شوې ګډې اعلاميې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته د ګډې سمسورتيا لپاره د پرمختيا ډېر څرګند لوری روښانه کړی دی.

دغې ګډې اعلاميې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز محتويات غني کړي، ټولې نړۍ ته يې دا ښودلي چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د ځينو هېوادونو يا سيمو پرمخ د دروازو تړلو او له تعصبه ډک وړانديز نه دی، بلکې د مختلفو هېوادونو د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا د درناوي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاس وهنې پر بنسټ د ورخلاصون لپاره يو ډول همکاري ده. دې کار په دغه وړانديز کې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډون يا نه ګډون حق خوندي کړی او په راتلونکې مرحله کې د دغه وړانديز د لا پسې پرمختګ لپاره يې مخکنی شرط برابر کړی دی.

د مصر د سويز کانال اقتصادي ناحيه چې د چين او مصر ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د يوې مرکزې سيمې په توګه بلل کېږي، د دغه فورم په ګډه اعلاميه کې ياده شوې ده. د مصر د مطبوعاتي ادارې د سياسي څېړنيز مرکز څېړونکي حسين اسماعيل دې ته اشاره وکړه چې د چين او مختلفو ګډون کوونکو افريقايي هېوادونو ترمنځ د بنسټيزو تاًسيساتو په جوړولو کې د همکارۍ په اړه مباحثې د مصر په دننه کې د عصري کېدو بهير او د دولت په کچه د مهمو پروژو د پرمخبيولو لپاره ګټورې تجربې برابرې کړې دي.

مصر د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې يو مهم هېواد شمېرل کېږي چې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ له فورم سره يې نژدې اړيکې ساتلې دي. د سويز کانال د اقتصادي ناجيې په شمول له څو مهمو دولتي پروژو څخه د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې د مصر د برخې اخيستنې اهميت څرګندېږي. تر دې چوکاټ لاندې د مصر او چين ترمنځ همکارۍ د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ يوه ښه بېلګه ګرځېدلې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای