CRI Online

چين د دولتي حاکميت او ملي وقار د ساتلو په برخه کې د پاکستان ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 18:17:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اپريل په ۳۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، هر څنګه چې نړيوال او سيمه ييز حالات بدليږي، چين به د دولتي حاکميت او ملي وقار د ساتلو په برخه کې له پاکستان څخه ټينګ ملاتړ وکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې وروستيو کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په فورم کې ګډون وکړ او دا د تېر کال له نومبر څخه چين ته د ده دوهم سفر و. د يوې خبري خبريال له ګنګ شوانګ څخه رسنۍ پوښتنه وکړه چې په نژدې وخت کې د چين او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې له څو ځلي تګ راتګ څخه څه پيغام ليږدول شوی دی؟ ګنګ شوانګ دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې پاکستان د چين هر اړخيز ستراتيژيک همکار دی. چين له دې امله د پاکستان د حکومت او خلکو ستاينه کوي چې له ترهګرۍ او افراطيت سره کلکه مبارزه کوي او د دې لپاره يې ستر کوښښونه او قربانۍ ورکړی دی. چين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د پاکستان هلو ځلو او خدمتونو ته په عادلانه او برابره سترګه وګوري او له پاکستان سره ډيالوګ او همکارۍ پياوړې کړي. چين هيله لري چې له پاکستان سره خپلمنځي لوړ پوړی تګ راتګ او متقابل ملاتړ پياوړی کړي او د يو کمربند، يوې لارې تر چوکاټ لاندې په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ وکړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې ورسره همغږي پياوړې کړي.

( ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای