CRI Online

د چين خارجه وزارت له امريکا څخه وغوښتل چې د مذهبي مسئلې په پلمه دې د چين په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 18:51:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د مذهبي ازادې پر حالت د امريکا د نيوکې په هکله د چين خارجه وزارت وياند ګنګ شوانګ د اپريل په ۳۰مه نېټه په بيجينګ کې وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د مذهبي مسئلې په پلمه دې د چين په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

د امريکا د مذهبي ازادۍ نړيوالې کميټې په وروستيو ورځو کې د ۲۰۱۹ کال راپور خپور کړ چې له مخې يې په چين کې مذهبي ازادي پر حالت نيوکه کړې ده. ګنګ شوانګ په دې هکله وويل، چين د قوانينو له مخې د هېواد اداره کوي او د چين حکومت د قوانينو له مخې د خلکو د مذهبي ازادې تامينوي. په چين کې د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکي د قوانينو له مخې د مذهبونو ازادي لري. دغه راز د چين قوانين هيچا ته اجازه نه ورکوي چې په مذهبي پلمه ناقانونه فعاليتونه تر سره کړي. موږ له امريکا څخه هم غوښتنه کوو چې د بنسټيزو حقيقتونو درناوی وکړي، تعصبونه ليري کړي، بې ځايه راپورونه دې نه خپروي او د مذهبي مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې دې لاسوهونکې کړنې پای ته ورسوي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای