CRI Online

شي جين پينګ د لاوس د يو ابتدائي ښوونځي ټولو ښوونګو او شاګردانو ته ځوابي پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 19:46:16

د سين هوااژانس د خبر له مخې،مخکې تر دې چې په لاوس کې د نونګپينګ په نوم د چين او د دغه هېواد تر منځ د دستۍ په يو ابتدائي ښوونځي کې د ښوونکو او شاګردانو استازي د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو فورم په اړه د خلکو د دوستانه تګ راتګ په فرعي غونډه کې ګډون وکړي، د دغه ښوونځي ټولو ښوونکو او شاګردانو د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام واستاوه. په دغه پيغام کې ليکل شوي چې لاوس له چين څخه د زړه له کومې مننه کوي چې د دوی لپاره يې ښوونځی جوړ کړی دی او د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د ګډون فعاله رويه لري. شي جين بينګ دغو ښوونکو او شاګردانو ته ځوابي پيغام ليږلی او د دوی هڅونه يې کړی چې د دواړو هېوادونو د دوستې جوړونکي وګرځي.

شي جين پينګ په دغه ليک کې ويلی، ستاسو له ليک څخه می دا مالومات واخيستل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان ستاسو ټاټوبي، ښوونځي، زده کړو او ژوند ته زيات فعال بدلونونه رسولي دي. د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پراتو هېوادونو د ګډې پرمختيا او د دغو هېوادونو خلکو ته د ښه ژوند رامنځته کول د دغه پلان هدف دی. د خلکو د ژوند په ساحه کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پياوړتيا او د دغه پلان په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو همکارۍ د چين او لاوس د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو په چارو کې مهمه برخه ده. هېله ده چې شاګردان ښې زده کړې وکړي او د خپل هېواد ابادوونکي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ جوړونکي وګرځي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای