CRI Online

د (چيو شه) په مجله کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ يوه مهه مقاله خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-01 10:17:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د (چيو شه) په مجله کې د مې په لومړۍ نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي، د دولت د رئيس او د مرکزي نظامي کميټې د مشر شي جين پينګ يوه مهمه مقاله خپره شوه چې عنوان يې دی: د مختلفو تمدنونو ترمنځ تبادلې او تګ راتګ د بشري تمدن د ترقۍ او د نړۍ د سوله ييز پرمختګ د پياوړتيا مهم خوځنده ځواک دی.

په دغه مقاله کې د مختلفو تمدنونو ترمنځ د تبادلې او تګ راتګ په اړه ژور او هراړخيز نظرونه او دريځونه څرګند شوي او پر دې ټينګار شوی چې بېلا بېل تمدنونه دې د متقابل درناوي او همغږۍ پر بنسټ ښه ژوند وکړي او د تمدنونو تګ راتګ دې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت پل، د بشري ټولنې د ترقۍ د پياوړتيا خوځنده ځواک او د نړيوالې سولې د ساتلو کمربند وګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای