CRI Online

شي جين پينګ او د دومينيکن ولسمشر دانيلو ميدينا د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د لومړۍ کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-01 14:30:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د دومينيکن ولسمشر دانيلو ميدينا د مې په لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د لومړۍ کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي چې چين د تېر کال د مې په مياشت کې له دومينيکن سره رسمي اړيکې ټينګې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په برخه کې نوې پاڼه يې پرانيستې ده. تاسو د تېر کال په نومبر کې په بريالۍ توګه له چين څخه رسمي ليدنه وکړه، د دواړو هېوادونو پرمختيايي نقشه مو په ګډه طرحه کړه او زياتې ګډې نظريې مو تر لاسه کړې. د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ د ګډو کوښښونو په رڼا کې د ترقۍ په حال کې دي او زيات برياليتوبونه مو تر لاسه کړي دي. واقعيت ثبتېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو ټينګښت د پراخو نظريو پر بنسټ د دواړو خواوو سم سياسي انتخاب دی او د دواړو هېوادونو د خلکو بشپړ ګرانښت يې تر لاسه کړی دی. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګورم او غواړم چې ستاسو سره يو ځای د دوه اړخيزو همکاريو د ژورتيا لپاره هڅې وکړو، تر څو ګډ پرمختګ وموندل شي او د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.

ولسمشر ميدينا په خپل پيغام کې ليکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له يو کال راهيسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او همکاريو په هره ساحه کې چټک پرمختګ موندلی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا ژورې شوې دي. دومينيکن د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای